سخن رئیس‌ جمهور

ashraf ghani photo

اصلاحات بنیادی را که مردم افغانستان در نظام معارف خواهان آن هستند، تمام مردم شاهدش خواهند بود. من سر تمام مردم صدا می‌کنم که در سراسر کشور حشر ملی معارف را آغاز کنند.

ادامه سخن

تاریخچه ارگ

کابل شهری است با تاریخی کهن که مامن پادشاهان و امرای بسیاری بوده است. در گذشته حصاری آن را در بر می گرفت … ادامه مطلب

پیام رئیس جمهور به مناسبت روز جهانی ماین پاکی

13 حمل 1394

2 اپریل 2015

 

بسم الله الرحمن الرحیم.

قدرمنو هیوادوالو، خویندو او وروڼو السلام علیکم!

د ماین پاکي د نړیوالې ورځې د رارسیدو په مناسبت تر هر څه اول له هغو فداکارو ځوانانو مننه کوم چې د خپل وطن د خلکو د ژغورلو لپاره د ماینونو د خنثی کولو په ډیره سپېڅلې مبارزه بوخت دي او ځينې یې په همدې لاره کې معلول شوي او شهیدان شوي دي. زه د ټولو هغو ماین پاکوونکو روح ته سلام استوم چې په تیرو څو لسیزو کې د خپلې وظیفې په وخت یا د ماینونو د انفجار په علت او یا د ظالمانو له لاسه شهیدان شوي او خپل سرونه یې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره قربان کړي دي.

له احصاییو سره سم په تیرو څو لسیزو کې د ماین پاکي د ملي او اسلامي  وظیفې د تر سره کولو په وخت په افغانستان کې ۹۷۳ ماین پاکوونکي معلول شوي او ۱۸۹ ماین پاکوونکي شهیدان شوي دي. زه د افغانستان له معارف وزارته غوښتنه کوم چې د وطن د دغه هر یوه خدمتګار شهید په نوم باندې یو، یو ښوونځی ونومَوي، څو په دې ډول د دوی د قربانیو احترام شوی وي او راتلونکو نسلونو خپل واقعي خدمتګاران لا ښه پیژندلي وي.

بر اساس ارقام، هشتاد فیصد خاک افغانستان به برکت تلاش‌های ماین‌پاکان کشور، از وجود ماین‌ها پاکسازی شده است و این رقم، نسبت به سال 2002 میلادی که شصت فیصد خاک افغانستان مملو از ماین بود، یک پیشرفت قابل ملاحظه است. در حال حاضر، تنها 20 فیصد خاک کشور از ماین‌ها پاکسازی نشده است. اینجا لازم است از کشورهایی تشکر کنم که با افغانستان در زمینه‌های پاکسازی و خنثی‌سازی ماین‌ها مساعدت‌های مالی و تخنیکی نموده‌اند.

در سال‌های گذشته پانزده هزار نفر در افغانستان مشغول مبارزات انسانی و ملی برای خنثی‌سازی و پاکسازی ماین‌ها بوده‌اند که در حال حاضر به علت کمبود کمک‌های مالی، تعداد زیادی از آنها خانه‌نشین هستند.

من روز سه‌شنبه با نمایندگان مؤسسات ماین‌پاکی و تعدادی از متخصصان سازمان ملل متحد دیدار داشتم و در مورد مشکلات امور ماین‌پاکی با آنها صحبت کردم.

یک معضل در این زمینه این است که از سال 2001  میلادی بدین سو هزینه برای خنثی‌سازی ماین‌ها کم شده است.

دیگر این که اگرچه افغان‌ها از چند دهه به این طرف به کار ماین‌پاکی مصروف هستند اما مدیریت بودجه مالی آن بر عهده سازمان ملل بوده است و با وجود این که افغان‌ها ظرفیت و تجربه کافی در امور ماین‌پاکی دارند، یک تعداد ماین‌پاکان خارجی نیز در کشور، مشغول کار می‌باشند. من این معضل را با سازمان ملل‌متحد صحبت کردم؛ آنها دو هفته مهلت خواستند تا برنامه‌ای بسازند که بر اساس آن، مدیریت مالی امور ماین‌پاکی از خارجی‌ها به افغان‌ها منتقل شود و سازمان ملل متحد، تنها نقش مشوره‌دهی داشته باشد.

ما باید یک برنامه منسجم و منظم برای پول و امکانات موجود بسازیم که اولویت‌ها در آن مشخص باشد، کیفیت با آن بهتر شود و قیمت پایین بیاید. از سوی دیگر، با دونرها صحبت کنیم که تا حد امکان از ظرفیت‌ها و تجربه‌های مؤسسات افغانی استفاده کنند؛ کاری که افغان‌ها می‌توانند انجام دهند، لازم نیست برای آن، خارجی‌ها استخدام شوند.

قدرمنو هیوادوالو، ماین د تیرو څو لسیزو جګړو یو بدمرغه سوغات دی. ماینونه چې ممکن په کلونو کلونو په خاورو کې پټ پاتې شي، نه یوازې د جنګ بلکې د سولې په کلونو کې هم د خلکو ژوند تهدیدوي او هر انسان ته که هغه ماشوم دی، یا سپین ږیری او که هغه په جنګ کې شامل دی او یا نه دی، په یوه اندازه خطر پیښوي. همدا وجه ده چې له ماینونو څخه استفاده ډیر غیرانساني او غیراخلاقي عمل ګڼل کیږي. زه له دې فرصته په استفادې سره په هغو کسانو باندې، چې په لارو، کلیو، کروندو او نورو ځایونو کې ماینونه خښوي، اواز کوم چې د وطن خاوره د وطن خلکو ته د ویرې او خطر په ځای مه بدلوئ! زموږ بزګران پریږدئ چې په پټو کې په بې غمه زړه کار وکړي او د لارې مساپر پریږدئ چې په لارو باندې یې مزل بې خطره او بې تشویشه وي! په تیرو څو لسیزو کې په لسګونو زره افغانان د ماینونو په وجه وژل شوي یا معلول شوي دي. دغه بدمرغه لړۍ باید پای ته ورسوو او د خپلو ماین پاکوونکو په همت د وطن پاتې شل فیصده خاوره هم د ماینونو له شره وژغورو!

تل دې وي افغانستان!

زنده باد افغانستان!